ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ بسپنې (یونیسف)په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اوبو څه دپاسه ۴۲فیصدي سر چینې د وچکالۍ په دلیل له مینځه تللي دي او په دغه هیواد کې کابو دولس میلیون خلک هم سالمو اوبو ته لاس رسی نه لري.
یونیسف ادارې په یوې اعلامیې کې لیکلي ديوچکالۍ او اقتصادي مشکلاتو ، دافغانانو د خوړو پر امنیت ناخوښې اغیزې شیندلي دي او دمګړۍ هم له پنځو کلونو کم عمره دوه اعشاریه اته میلیون ماشومان او یو اعشاریه یو میلیون امیندوارې میرمنې او د شیدو بچي د ناوړه خوړو له خطرې سره مخامخ شوي دي.
د یونیسف په اعلامیې کې دخوراکي موادو د بیّو زیاتیدا ته په اشارې سره په افغانستان کې خوراکي ناامنی، و چکالي، بیروزګاري اټکل شوې ده ، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیون کسانو ته چې نیم ئې ماشومان دي ، د انسان دوستۍ مرستو ته به اړتیا ولري.
ملګروملتو دد سمبر په څلورمه په یوې اعلامیې کې وئيلي وو، افغانستان د دریم کال لپاره په وروستیو دیرشو کلونو کې له ترټولو بدې وچکالۍ سره مخه دی . د ملګروملتو د انسان دوستۍ دچارو غږملونکي دفتر هم راپور ورکړی ؤ، چې د افغانستان له ۳۴ولایتونو څخه۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له داسې سختو شرائطو سره مخامخ دي چې په دغه هیواد کې ئې څه دپاسه پنځوس فیصده خلکو باندې ناخوښې اغیزې شیندلی دي.